غزني کې د یو استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو لومړنۍ چارې پیل شوې
۱۴۴۶/۰۶/۲۸
غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، په دغه ولایت کې د علي لالا صاحب په نوم د ښارګوټي لومړنۍ چارې پیل شوې.
ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، د یاد ښارګوټي د خط اچولو چارې د یاد ولایت د نورو چارواکو په شتون کې پيل شوي چې دغه ښارګوټی په غزني ښار کې د سردار غونډۍ او حوزوي روغتون ته څېرمه موقعیت لري.
نوموړی وایي، علي لالا ښارګوټی په (۳۰۹۰) جريبه ځمکه کې جوړېږي چې په استوګنیزو، سوداګریزو او اداري برخو وېشل شوی دی.
چارواکي دغه ښارګوټی د غزني ښار د منظمې ښاري ودې او پراختیا لپاره مهم او اغېزمن ګام ګڼي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د ښاري ودې او پراختیا سربېره د مسکن لپاره هڅې کوي، څو دغه برخه کې هېوادوال مناسبې سرپناه ته لاسرسی ولري.
