سمنګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۴/۳
په سمنګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه د یو شمېر ودانیو له رغنیزو چارو څارنه وشوه چې په ترڅ کې یې د هغو ودانیو د جوړېدو چارې و ځنډول شوې، چې د ویزه شوې نقشې خلاف یې چارې روانې کړې وې.
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د ښاري تخلفاتو د تخنیکي ټیم لخوا د هغو ودانیو د جوړېدو مخنیوی وشو او کارونه یې و ځنډول شول، چې د ویزه شوې نقشې خلاف یې ودانیزې چارې روانې وې.
ښاغلی مولوي محمد امین نوري وایي، د ودانیو مالکینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو خپلې نقشې ویزه کړي او د پلان مطابق چارې مخته یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ښاري نظم په موخه د غیرې پلاني ودانیو مخنیوی کوي، تر څو ودانیزې چارې د نقشې مطابق ترسره شي.