د کونړ ولایت د ښاري ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه

۱۴۴۵/۱۰/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې د ښاروالیو عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي رئیس، د کونړ ښاروالۍ استازو، د کونړ د کور او ښار جوړولو ریاست استازي او د کور او ښار جوړولو وزارت د نورو اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د کونړ ولایت د اسعد اباد ښار د شته ستونزو، حل لارو، او د پلانونو په چمتو کولو او پلي کولو خبرې وشوې.
ښاغلي شیخ مدار علي کریمي بامیاني د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو څانګو ته حکم وکړ چې د نن چهارشنبې ورځې تر پایه دې د کونړ ولایت د ښاري ستونزو په ګوته کولو او حل لارو موندلو باندې غور وکړي او د ورځې په پای کې دې بشپړ راپور د معینیت محترم مقام سره شریک کړي.
د نوموړي په خبرهو له هغې وروسته به د راتلونکو اقداماتو په اړه غور وشي چې څنګه کېدای شي پلانونه پلي شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو ښاروالیو غوښتنه کوي، چې لومړی دې خپلې سیمې تصفیه کړي، کروکي دې وکړي او د ځمکو او ملکیتونو تصفیوي او املاکي اسناد دې چمتو کړي او د هغې مطابق دې د کور او ښار جوړولو له وزارت غوښتنه وکړي چې د یادو سیمو لپاره تفصیلي یا د بهسازۍ پلانونه ترتیب کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلین وایي، دغه چاره کولای شي د پلانونو په جوړولو او پلي کولو کې د کور او ښار جوړولو له وزارت او اړوندو ښاروالیو سره بشپړه همکاري وکړي او لارې چارې اسانه کړي، چې د تطبیق په مهال به هم کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.