د کور او ښار جوړولو وزیر د شهر نو ښارګوټي موجوده فزیکي وضعیت ولید

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۶
.

۱۴۴۶/۰۲/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ له کابل تللي هیئت د بلخ ولایت په (۱۲) مه ناحیه کې د شهرنو هستوګنیز ښارګوټي موجوده فزیکي وضعیت له نژدې ولید.

په دغه لیدنه کې، چې د استخباراتو محترم عمومي ریاست، د فرامینو او احکامو د تعقیب او څار محترم لوی ریاست، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو محترم وزارت او د کورنیو چارو محترم وزارت، د بلخ محترمې ښاروالۍ درنو استازو او نورو اړوندو محترمو مسؤلینو او انجنیرانو یې ملتيا کوله، له بېلابېلو اړخونو سره یې خبرې وکړې او نظریات وړاندې شول.

په لیدنه کې، د یاد ښارګوټي د ځمکو اړوند یو شمېر اسناد، د ښارګوټي کروکي، او پخواني استعلامونه وکتل شول او غوښتنه وشوه چې په تړاو یې ټول اسناد راوړل شي.

د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت په دولسمه ناحیه کې د شهرنو په نوم هستوګنیز ښارګوټی په (۸۷۰۰) اته زره او اوه سوه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې ځینې لومړنۍ چارې یې ترسره شوي دي.

د یاد ښارګوټي د ځمکې د ستونزې د حل په موخه تللی هیئت به تر هر اړخیزو څېړنو او موندنو وروسته، بشپړ راپور چمتو او د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړي.

محترم شیخ حمدالله نعماني هڅې پیل کړي چې ژر تر ژره د یاد ښارګوټي او خلکو ستونزې حل او د نورو اقداماتو په تړاو لاره لنډه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت