د کور او ښار جوړولو وزیر د ابن سینا تحقیقاتي او پراختیایي مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۲۰
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د ابن سینا تحقیقاتي او پراختیایي مؤسسې له استازو جواد نېکزاد او عظیمي سره وکتل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د این سینا تحقیقاتي او پراختیایي مؤسسې استازو وویل، غواړي د پروژو د توپوګرافي، امکان سنجي، ستراتېژي، تخنیکي او په ځانګړې توګه معلوماتي ټکنالوجۍ برخه کې د کور او ښار جوړولو له وزارت سره همکاري وکړي.

دوی وویل، غواړی په ځانګړې توګه د نوي کابل ښار پر پروژې تمرکز وکړي چې له تخنیکي پلوه سمه مدیریت شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست ویر شیخ حمدالله نعماني وویل، په یادو برخو کې یې د وزارت اړوندو ادارو او مسؤلینو ته دنده سپارلې، تر څو موضوعات هر اړخیز وڅېړي او بشپړ راپور ورکړي.

ښاغلي نعماني وویل، اړوندو مسؤلینو ته یې مسؤلیت سپارلی، تر څو په ده برخه کې یوه منظم هوکړه لیک ترتیب کړي چې تر لاسلیک کېدو وروسته به د عملي کېدا وړ وګرځي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په یاده برخه کې د هوکړه لیک مسوده ترتیب کړې چې تر بیا کتنې وروسته به عملي بڼه غوره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې

۱۴۴۵/۱۲/۲۵

د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غور له محترم والي ملا احمد شاه دین ‌دوست او په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د لروغونو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم په دې ولایت کې د شیخ عجل بابا د. . .

BACK TO NEWS