د کور او ښار جوړولو وزارت کې نوې ګمارنې ترسره شوې
۱۴۴۷/۹/۱۳
په کور او ښار جوړولو وزارت کې د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو په موخه نوې ګمارنې ترسره شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د وړاندیز پر بنسټ او د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري د منظورۍ له مخې، ښاغلی مولوي عبدالمنان فاتح د د دغه وزارت د تدارکاتو د رئیس په توګه او ښاغلی قاري فضل الرحمن منصوري د پکتیا ولایت لپاره د نوي رئیس په توګه معرفي شول.
یاد دواړه مسؤلین د وزارت د کارکوونکو چارو د ښاغلي رئیس مولوي عبدالولي ارکاني له لوري اړوندو کارکوونکو ته په رسمي ډول وروپېژندل شول او په چارو یې پیل وکړ.
د پېژندګلوۍ په دغه مراسمو کې د نوو ټاکل شویو مسؤلینو دندو، صلاحیتونو او مسؤلیتونو ته اشاره وشوه او له هغوی غوښتنه وشوه چې خپلې چارې د صداقت، شفافیت او مسلکي ژمنتیا په روحیه ترسره کړي.
دواړو نوو ګمارل شوو رئیسانو ژمنې وکړې چې ورسپارل شوې دندې به په بشپړ مسؤلیت، صداقت او ریښتینولۍ پر مخ وړي او په دغه برخه کې یې له الله ج توفیق وغوښت.
همدارنګه ټینګار وشو چې اداري اصلاحات، همغږي او د خدمتونو چټکتیا د کور او ښار جوړولو وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، چې تمه ده نوې ګمارنې به د چارو په اغېزمنتیا او د خدماتو په ښه والي کې لا مثبت بدلون راولي.
