سرپُل ولایت کې د یو نیمه خصوصي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي او فني ارزونه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۳۵
سرپل

۱۴۴۷/۹/۱۳

سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د سرپُل ښار په لومړۍ ناحیه کې، د یو نیمه خصوصي مشارکتي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي او فني څارنه او ارزونه ترسره شوه.

یاده پروژه د کور او ښار جوړولو ریاست او د مارکېټ د مالک ترمنځ د لاسلیک شوي پروتوکول له مخې، د یاد ولایت د ښاروالۍ په مشارکت عملي کېږي.

د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي کسانو یې د همدې هوکړې پر بنسټ د چارو رسمي څارنه او مراقبت ترسره کړ.

د لیدنې پر مهال ثابته شوه، چې دمګړۍ د یاد مارکېټ د لومړي جاینت د سیخ تړلو چارې بشپړې شو او د دوهم جاینت د ستنو د سیخ تړلو کار هم بشپړ شوی دی.

دغه راز، د درېیم جاینت د تهکوي چت د قالب تړلو چارې روانې وې او همدارنګه د بیمونو او چت د سیخ تړلو چارې هم تر کار لاندې وې.

د ترسره شوې ارزونې له مخې، د چت او بیمونو په سیخ تړلو کې د سیخونو شمېر او ترتیب د ویزه شویو نقشو او تخنیکي اصولو سره سم برابر و او کوم تخنیکي تغیر ونه لیدل شو.

تمه ده چې د پروژې پاتې چارې به هم د منظور شوو نقشو او معیاري ودانیزو اصولو مطابق پر مخ یووړل شي، څو یاده تجارتي ودانۍ په ټاکلي وخت او لازم کیفیت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت