د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره د نوې ټاکل شوې مرستیال د معرفي مراسم ترسره شول

۱۴۴۷/۱/۲۵
محترم مولوي ګل زرین صابر، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا نوې مرستیال، د یاد معینیت په دفتر کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.
یاد مراسم چې د مسکن معینیت د کنفرانس په تالار کې ترسره شو، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، د اداري چارو د عمومي ریاست اداري مرستیال محترم مولوي عبدالباري عاطف، د مالي او اداري چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مرکز کابل د جهادي مدرسې مدرس شیخالحدیث مولوي محمد فقیر محمدي، او د ښار جوړولو وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې محترم مولوي عبدالباري عاطف خبرې وکړې، د نوي معین د تقرر حکم یې ولوست او ویې ویل، چې په نظام کې مسؤلیتونه د وړتیا، تجربې او صداقت پر بنسټ اشخاصو ته سپارل کېږي تغییر او تبدیل د ادارې د بهیر یوه طبعي او ضروري برخه ده.
نوموړي همداراز د محترم مولوي ګل زرین صابر له صادقانه کار، ژمنتیا او مسؤلیت پذیرۍ چې یې د کوچیانو د عمومي ریاست په وړاندېني مأموریت کې، د اقوام، قبایلو او سرحداتو وزارت کې ترسره کړې، مننه او قدرداني وکړه.
ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې تغییر او تبدیل د اسلامي نظام له بنسټیزو اصولو څخه دی، چې د اسلامي امارت د رهبري مقام د لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه، هغه نظام چې پر اطاعت، ژمنتیا او مسؤلیت پذیرۍ ولاړ وي، کولی شي د اسلامي اهدافو د تحقق او ثبات پر لور پیاوړي ګامونه واخلي.
ښاغلي حقاني د وزارت له ټولو رئیسانو او کارکوونکو غوښتنه وکړه چې له نوي معین سره فعاله همکاري وکړي او د کارونو د ښه پرمختګ په موخه له یووالي او تفاهم سره کار ته دوام ورکړي.
په پای کې، محترم مولوي ګل زرین صابر، د کور او ښار جوړولو وزارت نوي معین، وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې سپارل شوې دنده به په صداقت او د بشپړ مسؤلیت پالنې سره ترسره کړي.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې، د مرکزي کابل جهادي مدرسې مدرس، محترم شیخالحدیث مولوي محمد فقیر محمدي، هم خبرې وکړې او پر دې یې ټینګار وکړ، چې باید ولس ته صادقانه خدمت وشي.