د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د کابل له والي سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۳
مقام ولایت کابل

۱۴۴۶/۰۸/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت له محترم والي مولوي امین الله عبید سره وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په ناسته کې، د کابل محترم والي په دغه ولایت کې د شته ښاري ستونزو، وړاندیزونو او پرمختیایي چارو په تړاو خبرې وکړې.

د نوي کابل ښار ستره ملي پروژه، د کابل اداري کمپلیکس، کابل کې د مساجدو جوړېدو څرنګوالی او وضعیت، ښاري پراختیا، د اړوندو ادارو ترمنځ بشپړه همکاري او همغږي او ځینې نور موارد هغه موضوعات وو چې، هر اړخیز بحث پرې وشو.

ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني پر هغه لارو چارو خبرې وکړې چې، په عملي کېدا سره به یې تر ډېره بریده ستونزې حل او د یو پرمختللي کابل لپاره لاره هواره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، انډولیزه پراختیا رامنځته شي او هېوادوالو ته په زړه پورې ښاري خدمات وړاندې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS