د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال د کابل د دیارلسمې ناحیې له یو شمیر اوسیدونکو سره وکتل
1444/11/15
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې له یو شمیر اوسیدونکو سره وکتل او په دې ناحیه کې یې د ښاري پلانونو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د دې ناحیې اوسېدونکو خپل نظرونه له محترم مرستیال سره شریک کړل او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښاري چارو مرستیال زیاته کړه ، ولسونو ته د اساتیاوو برابرول او د خدماتو وړاندې کول د حکومتونو دنده ده او په وینا یې د ښاري پلانونو چمتو کول د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی چې تطبیق یې د ښاروالیو دنده ده.
د ښاري چارو مرستیال د دیارلسمې ناحیې له اوسیدنکو وغوښتل چې د ښاري پلانونو د ښه تطبیق په موخه دې د حکومت سره بشپړه همکاري وکړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.