د کور او ښار جوړولو وزارت د حج ادا کولو سهمیه او د زیارت کوونکو نومونه معلوم شول
![picture](/sites/default/files/2023-04/whatsapp_image_2023-04-30_at_2.39.44_pm_1.jpeg)
1444/10/10
د کور او ښار جوړولو وزارت د روان کال د فرضي حج سهمیه چې پنځه تنه وه، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، رئیسانو او نورو مسؤلینو په شتون کې یې بچه اچونه وشوه او د داوطلبانو له ډلې پنځه تنه د پچه اچونې له مخې غوره شول.
د ښاري چارو محترم مرستیال حج د اسلام مبارک دین د پنځو بناو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت د فرضي حج سهمیه چې پنځه تنه وو ، د زیارت کوونکو د غوراوي پروسه یې په شفاف ډول ترسره شوه، چې د اوو کسانو له ډلې د پنځه هغو نومونه یې را ووتل.