د عادي او پراختیایي بودیجې د لګښت او پرمختګ په اړه غونډه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴۰
وزارت شهرسازی

۱۴۴۷/۰۳/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ، د یوشمېر اړوندو ریاستونو ترمنځ غونډه وشوه، چې په کې د روان کال لپاره د عادي او پراختیایي بودیجې د لګښت، اړتیاوو او پرمختګ په اړه خبرې وشوې.

په غونډه کې، مالي ریاست د شته عادي او پراختیایي بودیجې او د لګښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل او په دغه برخه کې یې د لارښوونې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، دا چې د روان کال په منځ کې قرار لرو او اړتیا ده چې د عادي او پراختیایي بودیجې د لګښت په اړه ځان باوري کړو، نو لازمه ده چې هر ریاست په خپلو چارو کې دقت او چټکتیا رامنځته کړي، انوایسونه اجراء شي او پروژې په خپل وخت او بشپړ کیفیت سرته ورسېږي.

په غونډه کې برخوالو ریاستونو هر یو یې د خپلې اړوندې پروژې د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او په ځینو هغه برخو کې چې له ستونزو سره مخ کېدل د لارښوونې غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي مرستیال وویل، هغه پروژې چې چارې یې د پرمختګ په حال کې دي او انوایسونه یې نه دي اجراء شوي، لازمه ده چې د انوایسونو د اجراء لپاره لاس په کار شي او د چارو په سلنه کې پرمختګ راولي.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو پروژو کې د شته ستونزو حل، د وخت غځېدل، زیات کاري، د انوایسونو ترسره کېدل، د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ کچې زیاتول، هغه موارد وو، چې په غونډه کې پرې هر اړخیز بحثونه وشول.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند شاوخوا شل پروژې دي، چې تر کار لاندې دي او تمه ده چې د روان کال لپاره به په کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي او ځینې هغه به یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت