د کور او ښار جوړولو وزارت د تقنیني اسنادو پر کړنلارو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۳۱
وزارت

۱۴۴۶/۷/۲۷

د کور اوښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو کمیسیون د تقنیني اسنادو پر کړنلارو خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړي.

يه ناسته کې ښاغلي بامیاني وویل، په یوه اداره کې د قانون لیکل اساسي اهمیت لري، باید د دې وزارت د قانون محتوا، مواد او طرزالعمل په دقیق او واضیح ډول ولیکل شي او طی مراحل دې شي.

په ناسته کې د پلان او پالیسۍ محترم ریاست د تقنیني اسنادو د قانون د لیکلو طرزالعمل او مواد په مفصل ډول تشریح کړل او زیاته کړه، چې د عدلیې وزارت سره یې څو وارې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار جوړولو د قانون په تړاو ناستې کړي او شته ستونزې یې حل کړي دي او په طی مراحل کې پوره هڅه شوې ده.

د پلان او پالیسۍ ریاست زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د تقنیني اسنادو (۶۳) اسناد یې جوړ کړي دي چې د بیا کتنې لپاره چمتو دي.

د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل ټینګار یې وکړ، چې اصطلاحات دې د واضیح تعریف سره په قانون کې ځای په ځای شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال ښاغلي بامیاني وویل، د طرزالعمل لیکلو ته دې لومړيتوب ور کړل شي او د عدلیې د محترم وزارت سره دې خبرې وشي تر څو د قانون لپاره دې منابع او ماخذونه را وپیژني.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د فراه د ستراتیژیک پلان د اصلاح په تړاو ناسته وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د فراه ولایت لپاره د ستراتیژیک پلان د اصلاح په موخه د تللي هیئت سره ناسته وکړه.

فراه ته تللي هیئت د خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

له دې وروسته د عمومي سړکونو په دواړو غاړو کې د درې مترو په پلنوالي پلي لارې جوړېږي

۱۴۴۶/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپل مسؤلیت له مخې هڅې پیل کړي چې په ټولو ولایتونو کې منظمه ښاری وده او پراختیا رامنځته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۱۹
Background image

نیمروز کې د کډوالو د ښارګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې نیمروز ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي توپوګرافي. . .

BACK TO NEWS