د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د بېلابېلو پروژو لابراتواري او ساختماني چارې وڅارلې
۱۴۴۸/۱/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل، هرات او کونړ ولایتونو په بېلابېلو ساختماني او زیربنايي پروژو کې د لابراتواري ازموینو او ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې په ترڅ کې د مخابراتو وزارت جومات، الشفاء روغتون، د کونړ ولایت د پوسته خانې ودانۍ، د هرات اداري او لابراتواري ودانۍ، پنځم مکروریان صلح پروژه، کابل–بګرام سړک او د لویې څارنوالۍ د درېیمې الحاقیې بلاک اړوند چارې وکتل شوې.
د الشفاء روغتون په پروژه کې د کانکریټ اچونې بهیر چې د شپې له ۱۱ بجو پیل او تر سهار ۶ بجو یې دوام درلود، د لابراتوار ریاست او د پروژو د څارنې انجینرانو له لوري په تخنیکي ډول وڅارل شو، د کانکریټ کیفیت، د موادو د مخلوط، انتقال، اچونې او د تخنیکي معیارونو رعایت له نږدې و ارزول شو.
همدارنګه د کونړ ولایت د پوسته خانې ودانۍ په پروژه کې د څاهګانو د معیاري ازموینو، د هرات اداري او لابراتواري ودانۍ په پروژه کې د جیوټکنیک ازموینې، او د کابل–بګرام سړک په پروژه کې د لابراتواري ازموینو بهیر وڅارل شو.
تخنیکي پلاوي د پروژو له تطبیقوونکو شرکتونو څخه وغوښتل، چې ساختماني چارې د قراردادونو، تخنیکي مشخصاتو او انجنیري معیارونو له مخې ترسره کړي او د کیفیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست له لوري د پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د دې لپاره ترسره کېږي، څو ساختماني چارې په معیاري ډول تطبیق او د پروژو کیفیت تضمین شي.
