د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
۱۴۴۸/۱/۲۸
د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې د سپارلو په موخه د ودانۍ ساحه وکتله او د منظور شوې نقشې او د قرارداد د لګښتونو جدول له مخې یې د چارو کیفیت وارزاوه.
یاده اداري ودانۍ اته اداري خونې، پخلنځی او د اړتیا وړ نور ملحقات لري، چې د ولسوالۍ د اداري چارو د ښه تنظیم او د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال په برابرولو کې به مهم رول ولوبوي.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم ډاډ ورکړ، چې پروژه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او منظور شویو اسنادو له مخې بشپړه شوې او د استفادې وړ ده.
