د کور او ښار جوړولو سرپرست د یاد وزارت د کاري دفترونو وضعیت ارزونه وکړه
1444/08/12
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت له دفترونو او د کارکونکو له شعبو څخه لیدنه وکړه، او د چارو د ښه والي او پرمختګ په موخه یې پوښتنه وکړه.
دا چې ۱۴۰۱ لمریز کال په ختمېدو او نوی ۱۴۰۲ لمریز کال راتګ ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د کاريذدفترونو له وضعیت او کاري پرسونل لیدنه وکړه.
تمه ده چې په راتلونکي لمریز کال کې به د یو شمېر په ټپه ولاړو ټولګټو پروژو چارې په ښه کیفیت او چټکتیا پیل شي، چې یاد وزارت ورته بشپړ تیاری نیسي.