د کور او ښار جوړولو وزیر د کابل خاک جبار ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل
![picture](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-28_at_4.03.13_pm.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د کابل خاک جبار ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او د خاک جبار ولسوالۍ پر ستونزو او حل لارو یې خبرې وکړې.
د خاک جبار ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو په خپله سیمه کې د شته وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او یادې سیمې ته د غځېدلي سړک د رغولو غوښتنه یې وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، یادو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی په سیمو کې د شته ستونزو پر حل لارو خبرې وکړې.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د سړک رغول په ښار کې د محترمو ښاروالیو او په لویو لارو کې د ټولګټو چارو محترم وزارت اړوند کېږي.
نوموړي د یادو سیمو د شته وضعیت ښه کېدو او سړک رغولو برخه کې راغلو قومي مشرانو ته لازمې لارښوونې وکړې چې په عملي کېدا سره به یې د یادې سیمې شته ستونزې تر یو بریده حل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د سرپناه، ښاري وضعیت او د پلانونو پر جوړولو کار کوي او دغه برخه کې منظمې ودې او پراختیا ته ژمن دی.