د کندهار ولایت په پوهنتون کې یو باب مسجد شریف جوړېږي
![کندهار](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-25_at_10.04.26_am.jpeg)
۱۴۴۶/۱/۱۹
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د کندهار ولایت د پوهنتون لپاره د جوړیدونکي مسجد شریف خاوره ټیسټ کړه.
د نوموړي په خبره، د کندهار پوهنتون کې د جوړیدونکي مسجد شریف د نظارت چارې د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه دي چې دمګړۍ یې د خاورې د سمپلونو د ټیسټونو څخه نظارت وکړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په مسلکي او په معیار برابرې تر سره شي.