د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د دوه ودانیزو پروژو له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۸/۱۷
د کندهار ولایت د کوراوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د میوند ولسوالۍ او د امنې قوماندانۍ د اداري تعمیرونو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي عبدالمتین وویل، د ولسوالۍ د اداري تعمیر د احاطوي دیوال د خشتکارۍ او د تعمیر د دیوالونو د پارټیشن چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، د امنې قوماندانۍ د اداري تعمیر د سنګکارۍ چارې بشپړې شوې دي او د رینګ بیمونو د کانکریټ اچونې چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.