د کندهار دامان ولسوالۍ کې د استوګنیز ښارګوټي له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۴:۷
کندهار

۱۴۴۶/۰۶/۱۶

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د استوګنیز ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، دمګړۍ په یاد ښارګوټي کې د سړک جوړولو، پلچکانو، د محافظينو د اطاق پلاستر کول، پايپ غځول، او نورې ودانیزې چارې دوام لري.

نوموړی وایي،په یاد ښارګوټي کې د برمې لپاره د لمریزې هندارې د نصب چوکاټ ډېر لوړ درول شوی و، چې په خبره یې د باد په مهال د لوېدو امکان یې درلود او دوی لارښوونه وکړه، چې پایې یې په مناسب لوړوالي کې نصب شي.

نوموړی زیاتوي، مسؤلو کسانو ته لازمې لارښوونې وشوې، چې د لمریزو هندارو او نورو چارو د ترسره کولو لپاره دې په مشوره چارې پرمخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې د ښارګوټو جوړولو په مهال ټولې برخې معیاري او باکیفیته سرته ورسېږي او په راتلونکي کې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل ونه ګرځي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت