د کندز ولایت ټولنیزې او اقتصادي وړتیاوې او پراختیایي سرچینې سروې شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۹:۵۷
picture

۱۴۴۵/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کندز ولایت لپاره د سیمه ییز پلان جوړولو په موخه د کندز ښار او ولسوالیو سروې، د ټولو پراختیایي سرچینو او د اقتصادي، ټولنیز او طبیعي بالفعل او بالقوه پراختیایي وړتیاوو په تړاو د معلوماتو راټولولو پروسه بشپړه کړه.

د وزارت متخصصینو چې په همدې موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی وو، د معلوماتو راټولولو په موخه یې پوښتنپاڼې وېشلي او معلومات یې راټول کړي دي او دغه راز یې د کرنیزو محصولاتو په تړاو له بېلا بېلو ساحو لیدنه کړې ده.

دغه راز، د دې لپاره چې د یاد ولایت سیمه ییز پلان بهتره او معیاري جوړ شي، د ښار او د ولسوالیو او کلیو د بازارونو موجوده وضعیت او له کلیو سره د ښارونو اړیکو، او وصل نقطې پېژندل شوي او څېړل شوي دي.

د کندز تاریخي ښار د شمال ختیځ زون په کچه یو له هغه ساحو ده چې وده او پراختیا موندلی شي، ډیری اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي، سیاسي او نور فعالیتونه په کې ترسره کېږي.

له دې سره، د کندز ښار له پخوا د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ او پروسس خدماتو وړتیا لري.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۴۱
Background image

په کابل ښار کې د افشار سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه ترسره کړه

۱۴۴۷/۰۵/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې د افشار سیمې له ودانیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

د پراختیایي پروژو د بودجې د لګښت او د پرمختګ د کچې په اړه خبرې وشوې

۱۸/۵/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ، او د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۸
Background image

د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۵/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت