په کابل ښار کې د افشار سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه ترسره کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۴۱
افشار

۱۴۴۷/۰۵/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې د افشار سیمې له ودانیو څخه د څارنې او ارزونې لیدنه ترسره کړه.

یاده لیدنه د ښاري سرغړونو ریاست د محترم رئیس مولوي حقاني د هدایت پر بنسټ د نظارت او رسیدګي آمریت او د عامه پوهاوي آمریت د استازو په ګډه ترسره شوه. د څارنې موخه د افشار د سیمې په ځانګړي ډول د قمبر څلور لارې د بلاکونو شاوخوا د ودانیو د وضعیت ارزونه، د تخنیکي معیارونو څېړنه او د ښاري اصولو تطبیق و.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په ځینو برخو کې د تفصیلي پلان عملي کېدل په سمه توګه نه دي تطبیق شوي، خو هغه ودانۍ چې د زونینګ او تفصیلي پلان پر بنسټ جوړېږي، د معیارونو، ارتفاع، فاصله او د ځمکې د کارونې له اړخه وارزول شوې.

د عامه پوهاوي ټیم د څارنې پر مهال د پروژو مالکانو ته لازمې لارښوونې وکړې، تر څو د قانوني جواز له ترلاسه کولو وروسته، خپلې ودانیزې چارې د ښار جوړولو له اصولو او مقرراتو سره سم پر مخ یوسي او له سرغړونو څخه ډډه وکړي.

په پای کې، له ټولو مالکانو غوښتنه وشوه چې د خپلو پروژو اسناد او جوازونه د ښاري سرغړونو ریاست ته وړاندې کړي، څو له تصویب شویو پلانونو سره یې مطابقت وڅېړل شي. ریاست ټینګار کړی چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به قانوني او اصولي اقدامات ترسره کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښارونو د منظم پرمختګ او د قانوني ودانیو د ترویج په موخه، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دوامدارو څارنو او عامه پوهاوي پروګرامونه پر مخ وړي، څو د ښاري نظم، خوندیتوب او معیارونو د تطبیق کچه نوره هم لوړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت