د کندز، میمنې او مهترلام ښارونو د څو غیرې پلاني ساحو د بیا رغونې پلان جوړ شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
picture

۱۴۴۵/۸/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د غیرې پلاني ساحو د سمون رئیس محترم حبیب الرحمن اوریاخیل وايي، د کندز ښار، د فاریاب ولایت د میمنې ښار او د لغمان ولایت د مهترلام ښار د غیرې پلاني ساحو لپاره یې د بهسازۍ پلان طرحه او ترتیب کړي دي.

ښاغلي حبیب الرحمن اوریاخیل وویل، د کندز ښار د لومړۍ، دویمې او څلورمې ناحیو، د لغمان ولایت د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې د دامان کلا او ګومین ساحې او د فاریاب ولایت د میمنې ښار د قطور د ساحې د بهسازۍ یا سمون نقشې طرحه او ترتیب شوي دي.

اوریاخېل زیاته کړه، د دې پلانونو ځینې برخې یې ویزه شوي او د تطبیق په موخه اړوندو ادارو ته لېږل شوي دي، خو په وینا یې ځینې برخې یې بیا د وروستۍ هوکړې لپاره ولایتي ریاستونو ته لېږل شوي دي، تر څو د بهسازۍ پلان محلي مقاماتو ته تشریح او د هغوی نظریات واخلي، چې بیا به وروسته ویزه کیږي.

نوموړي وویل، د غیرې پلاني ساحو وده او په غیرې رسمي توګه هستوګنه د نړۍ په کچه یوه ستونزه ده، چې ټولنیزې، اقتصادي او فرهنګي نیمګړتیاوې او ستونزې رامنځته کوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

میدان وردګ ولایت کې د کوچيانو ښارګوټي کې تخلفات په نښه شول

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په میدان وردګو ولایت کې د کوچيانو له ښارګوټي څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۴۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود وایي، اړوند تخنیکي ټیم یې د میدان ښار د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۴۹
Background image

په میدان وردک ولایت کې د ده پاک مهاجرینو د ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۲۳/۳/۱۴۴۷

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولوریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، چې تخنیکي ټیم یې د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاروالۍ او د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د. . .

BACK TO NEWS