په میدان وردک ولایت کې د ده پاک مهاجرینو د ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۴۹
ده پاک

۲۳/۳/۱۴۴۷

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولوریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، چې تخنیکي ټیم یې د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاروالۍ او د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د میدان وردک ولایت په مرکز کې د ده پاک د مهاجرینو ښارګوټي کې د د خط اچونې چارې پيل کړې.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د یاد ښارګوټي تفصيلي پلان څه موده وړاندې چمتو شوی و، او اوس د سړکونو په مشخص کولو او په سیمه کې د تفصيلي پلان پر بنسټ د نمرو خط اچونې پروسه پیل شوې.

د نوموړي پّ خبره، د معیاري ښارګوټو جوړول او هېواد ته راستنیدونکو کډوالو ته د ځمکو د نمرې ویش د اسلامي امارت او د اسکان دایمي کمیټې یو له مهمو پروګرامونو څخه دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې دمه په ډېرو ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوتولپاره مفصل پلانونه ډیزاین او ترتیب کړي، اود ډېرو ښارګوټو لپاره یې خط اچونه هم تر سره کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت