د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۰
لسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۲/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله او تایمني سیمو له یو شمېر ساختماني پروژو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د ارزونې پر مهال هغه پروژې وڅېړل شوې چې پکې د ښاري اصولو د احتمالي سرغړونې، د غیرقانوني کړکیو د جوړولو او یا هم د ګاونډیانو د حریم د نقض نښې موجودې وې.

په همدې تړاو، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل رسمي اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو د دقیقې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، په ساحه کې ساختماني چارې په عادي ډول روانې دي او تخنیکي ټیمونه د قانوني او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه دوامداره څارنه ترسره کوي.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ښاري بې ‌نظمۍ راکمولو، د ګاونډیانو د حقوقو او شخصي حریم ساتنه، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۲:۲۰
Background image

تر ۲۹ زره ډېرې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې؛ تازه د دوشنبې ورځ  ۱۱۶۱ کورنیو ته نمرې ورکړل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، په شپږو ولایتونو کې (۱۱۶۱) استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تېرې دوشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې (۳۰۷) ر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولایتي روغتون د استنادي دېوال له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۲

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د پلي کېدو او څار تخنیکي ټیم له لوري، د زابل ولایتي روغتون اړوند د جوړېدونکي استنادي دېوال له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۰
Background image

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامدارو نظارتي پروګرامونو په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت