د زابل ولایتي روغتون د استنادي دېوال له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۰۲
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د پلي کېدو او څار تخنیکي ټیم له لوري، د زابل ولایتي روغتون اړوند د جوړېدونکي استنادي دېوال له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د ترسره شوې ارزونې پر مهال د پروژې د کار کیفیت، د جوړولو بهیر او د نقشې مطابق د چارو جریان له نږدې وڅارل شو، چې له مخې یې د یادې پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي.
تخنیکي ټیم به د دې پروژې نه تر هغې څارنه کوي، چې د استنادي دېوال ټولې چارې د منظور شوې نقشې، ټاکل شوو معیارونو او تخنیکي اصولو له مخې په معیاري ډول ترسره شي، ترڅو پروژه په ښه کیفیت بشپړه او د روغتون اړوند ساحه خوندي وساتل شي.
د ټولو ودانیزو پروژو دوامداره څارنه د دې لپاره ترسره کېږي، څو چارې د اصولو مطابق پلې او د پروژو کیفیت خوندي پاتې شي.
