د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د طلایي ښارګوټي له تخنیکي وضعیت څخه هر اړخیزه څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۴۱
اوولسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د طلایي ښارګوټي له وضعیت څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د دغه څارنې په ترڅ کې د ښارګوټي بېلابېلې تخنیکي برخې د مسلکي ټیمونو له لوري هر اړخیزې وارزول شوې. په یادو ټیمونو کې د سایت‌ پلان، استوګنیزو او سوداګریزو واحدونو، عامه تأسیساتو، د سړکونو شبکې، د اوبو رسونې او کانالیزاسیون، برېښنا او فایبر نوري شبکو، او همدارنګه د ښارګوټي د حریم او حدودو متخصصین شامل وو.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې په ښارګوټي کې یو شمېر پلاني سرغړونې ترسره شوې دي، چې له ډلې یې د استوګنیزو واحدونو د شمېر غیرمجاز زیاتوالی، د سړکونو پر مسیرونو د خپل ‌سرو دوکانونو جوړول او د عامه ګټې ساحو د کارونې بدلون یادولی شو.

د یادولو ده، چې د څارنې دا لړۍ به د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه وي او د کابل ښار نور ښارګوټي به هم په نږدې راتلونکې کې تر تخنیکي ارزونې او څارنې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۰
Background image

د نوي کابل ښار په پروژه کې د رسول مصیر شرکت هم تخنیکي کارونه چټک کړل

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د رسول مصیر ودانیز او سوداګریز شرکت، د نوي کابل ښار د پراختیايي پلان په چوکاټ کې د لومړي فاز د «ج» برخې عملي کارونه په رسمي ډول پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت