د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه
۱۴۴۸/۳/۱۹
د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د ریاسة الوزراء اقتصادي معین الحاج ملا عبدالغني برادر، د ریاستالوزراء اداري معین الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې پراختیايي او بنسټیزو چارو چټکتیا موندلې او د هېواد د ابادۍ او رغونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د اسلامي امارت عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی څخه نیولې تر ټولو ټیټ پوړي مسؤل پورې، د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره ژمن دي.
د کور او ښار جوړولو محترم وزیر وویل، چې یاد وزارت هڅه کوي د هېواد په کچه ټولې ودانیزې او ښاري پراختیايي چارې د منظور شویو پلانونو او معیارونو له مخې پرمخ یوسي او په دې برخه کې د هېواد لپاره د ستراتیژیکو او اوږدمهالو ښاري پلانونو د جوړولو چارې هم روانې دي.
ورپسې د ریاستالوزراء اقتصادي معین الحاج ملا عبدالغني برادر خبرې وکړې او ویې ویل، چې اسلامي امارت په دوامداره توګه هڅه کوي، څو هغه پراختیايي او بنسټیزې پروژې چې د بېلابېلو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، بېرته پیل او بشپړې شي.
نوموړي د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه د هېواد له هغو مهمو پروژو څخه وبلله، چې د تېرو شاوخوا دولسو کلونو راهیسې یې چارې ځنډېدلې وې او اوس یې د ستونزو له هواري وروسته عملي چارې بېرته پیل شوې.
الحاج ملا عبدالغني برادر له ملي او نړیوالو پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بیا رغونې او پراختیايي برخو کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه، چې اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصت او زمینه برابره شوې ده.
په همدې مراسمو کې د ریاستالوزراء اداري معین الحاج مولوي عبدالسلام حنفي هم خبرې وکړې او د کور او ښار جوړولو وزارت له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې د هغو مهمو او سترو پروژو د بیا پیل لپاره یې جدي هڅې کړې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې چارې درېدلې وې.
نوموړي د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه یوه مهمه او ستره پروژه وبلله او د یادې پروژې د ستونزو هواری او د چارو بیا پیل یې د هېواد د ښاري پراختیا او استوګنیزو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ساختماني شرکت رئیس بهادر ایدوغان خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني څخه یې مننه وکړه، چې د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د ستونزو هواري او د عملي چارو د بیا پیلېدو لپاره یې لازمې هڅې او همکارۍ کړې دي.
نوموړي وویل، چې د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه یوه عصري او پرمختللې استوګنیزه پروژه ده، چې د عصري ساختماني معیارونو او پرمختللو تخنیکي وسایلو په کارولو سره به پلې شي.
د نوموړي په وینا، یاده پروژه په څه باندې ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې د ۱۱۸ استوګنیزو بلاکونو په جوړېدو سره طرحه شوې، چې اوسمهال د شلو بلاکونو عملي چارې پیل شوې دي.
د پنځم مکروریان یا سولې استوګنیزې پروژې په طرحه کې د استوګنیزو واحدونو ترڅنګ ښوونځي، مدرسې، پارکونه، وړکتونونه او نور اړین عامه خدمتونه او اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي، څو اوسېدونکو ته د معیاري ښاري ژوند زمینه برابره شي.
د یادولو ده، چې د کابل ښار د پنځم مکروریان یا سولې استوګنیزه پروژه د کابل ښار له مهمو او سترو استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د اوږدې مودې له ځنډ وروسته یې اوس عملي چارې پیل شوې دي.
