د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه
۱۴۴۸/۳/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه.
د استقلال ښارګوټي په پروژه کې د برېښنا مزو غځولو، د کندو ډکولو، د زینو او کاشي کارۍ چارې وکتل شوې او قراردادي شرکت ته د چارو د کیفیت او د نقشې له مخې د کار د ترسره کولو سپارښتنه وشوه.
د الشفاء روغتون په پروژه کې د ډبره کارۍ، خشتکارۍ، سرامیک او پلي لارو د کارونو څارنه وشوه، همداراز د بنسټ د فشردګۍ ازموینه ترسره شوه چې پایله یې د ټاکل شوي معیار له مخې د قناعت وړ وه.
د مخابراتو وزارت د جومات په پروژه کې د تزئیناتي کچي کارۍ، د منارونو د پلستر او د ودانۍ د باندې د راویزکارۍ چارې وکتل شوې.
د تهیه مسکن د دولس پوړیزو بلاکونو په پروژه کې د بهرنۍ زینې د مرمر ډبرو نصب او د ۱۱ او ۱۲ پوړونو د رنګمالۍ چارې تر څارنې لاندې ونیول شوې.
د قطر استوګنیز ښارګوټي په پروژه کې د داخلي او بهرني رنګمالۍ، د خونو پاک کارۍ، د کړکیو د جالیو، لمریزې برېښنا تختو او د پليلارو د کانکریټاچونې چارې وکتل شوې او د کانکریټ نمونې هم واخیستل شوې.
د کابل ـ بګرام سړک په پروژه کې د بېرته ډکولو د فشردګۍ او د بنسټیزې طبقې د دانو د وېش ازموینې ترسره شوې.
همداراز، د لویې څارنوالۍ په پروژه کې د سرامیک، کاشي، رنګمالۍ، المونیمي کټارو، مرکز ګرمۍ او دروازو د نصب چارې وکتل شوې.
د څارنې په پای کې قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي معیارونو او د کار د کیفیت له اصولو سره سمې ترسره کړي.
