د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۹
پلان شهرک مهاجرین کابل ویزه شد

۱۴۴۷/۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند تفصیلي پلان لاسلیک او منظور کړ.

د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وایي، یاد پلان د ارغندې په ساحه کې د ۱۱۳۸ جریبه مساحت ځمکې لپاره جوړ شوی چې ۱۲۱۵ استوګنیزې نمرې به ولري.

د معلوماتو له مخې، په ښارګوټي کې به د استوګنې ترڅنګ د عامه خدماتو بنسټیز تأسیسات لکه منظم سړکونه، برېښنا، د پاکو اوبو شبکې، فاضلاب سیستم، ښوونځي، درملتونونه، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او شنې ساحې هم په پام کې ونیول شي، تر څو د مېشتېدونکو لپاره د معیاري ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د پلان منظورول د بېرته راستنېدونکو د ژوند د ثبات او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په لور مهم ګام دی.

د دوی په وینا، د ښارګوټي تفصیلي نقشه د انجینري معیارونو پر بنسټ جوړه شوې او هڅه کېږي چې د پروژې عملي چارې په وخت سره پیل او بشپړې شي.

دا چاره د هغو زرګونو کورنیو لپاره د امید څرک ګڼل کېږي چې له کلونو راهیسې د مناسب استوګنځای له نشتوالي سره مخامخ دي.

تمه کېږي چې د ښارګوټي د جوړېدو له پیل سره به په سیمه کې د کار فرصتونه هم زیات شي او د خلکو اقتصادي وضعیت به د پام وړ ښه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۹
Background image

د کابل په یو شمېر ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د تثبیت او مخنیوي ګډ هیئت پلټنې پیل کړې

۱۴۴۷/۰۶/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال وایي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم او د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۹
Background image

د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند تفصیلي پلان لاسلیک او منظور کړ.

د دغه وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۵۶
Background image

د پکتیا ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې د پراختیایې پروژو له چارو څخه څارنه وشوه

 ۱۴۴۷/۶/۳

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبيدالله رشاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د لجې منګل ولسوالۍ د ادارې ودانۍ، احاطې او د څارونکو برجونو، د څمکنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت