د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د تخنیکي څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې په بېلابېلو کاري برخو کې چارې د منظور شوي تخنیکي پلان او ټاکلي مهالوېش له مخې په منظم ډول روانې دي.
په دې لړ کې د طبیعي بستر (NGC) د هوارۍ (کمپکشن)، بنسټیزه طبقه (بیس کورس) د لومړۍ او دوهمې طبقې د هوارولو او ټینګولو، او همدارنګه د فرعي بنسټ (سب بیس) د لومړۍ او دوهمې طبقې د اچولو، او هوارولو چارې په بېلابېلو کاري ساحو کې دوام لري.
همدارنګه، د لومړي پلچک په لوېدیځ لوري کې د سلب د قالب تړلو او سیخ تړلو چارې روانې دي. د پنځم پلچک په لوېدیځ لوري کې د استنادي دېوال د ډبرو اېښودلو چارې بشپړې شوې او په ختیځ لوري کې یې د تهداب کیندنې بهیر دوام لري.
ورسره هممهاله، د سړک په ختیځ لوري کې په څو ساحو کې د کیندنې چارې، او د سړک په دواړو غاړو کې د دوکانونو او مارکېټونو د خنډونو لرې کول د مالکانو له لوري روان دي. همداراز، د برېښنا شرکت د خپلو تخنیکي کارکوونکو په همغږۍ د برېښنا د پایو د تهدابونو د کیندنې چارې پر مخ وړي.
د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست اړوند تخنیکي ټیم وایي، چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو تخنیکي معیارونو او کیفیتي اصولو له مخې پرمخ روانې دي او هڅه کېږي، څو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
