د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال په افغاني دستګاه کې د دغه وزارت له ریاستونو او دفترونو لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۴:۴۴
IM

۱۴۰۱/۰۱/۰۱

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین د کابل ۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې په افغاني دستګاه کې د یاد وزارت له یو شمېر ریسانو سره د شته ستونزو د حل په موخه وکتل.

په دغه کتنه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند په افغاني دستګاه کې د بېلا بېلو ریاستونو او امریتونو مسؤلینو د خپلو دندو، مسؤلیتونو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د خپلو ځینو ستونزو په اړه یې یادونه وکړه.

مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین وویل، د تېرو جګړو او شخړو له امله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ستونزې او مشکلات رامنځته شوي، چې له نیکه مرغه له تحول وروسته سرتاسري امنیت ښه شوی او د نورو ستونزو د حل لپاره ګام په ګام مخکې تګ روان دی.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال په افغاني دستګاه کې شته دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د وخت په تېرېدو حل شي او هغوی ته یې د چارو ښه پرمختګ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین د پلازمېنې پراختیا زون ادارې چې په بنایي سیمه کې موقعیت لري لیدنه وکړه.

نوموړي د پلازمېنې پراختیا زون ادارې له مسؤلینو او کار کوونکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د لا پرمختګ لپاره یې نظریات تبادله کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
Background image

د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت