د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د تېرو یو کال مهمې لاسته راوړنې او فعالیتونه په یو خبري کنفرانس کې بیان کړل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۲:۳۶
wazer

۱۴۴۴/۰۱/۰۸ د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني له ملت سره د ا.ا.ا له راتګ وروسته په تېر یو کال کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مهمې لاسته راوړنې، فعالیتونه او پلانونه د یو رسنیز کنفرانس له لارې شریک کړل. د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني د امارت د رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس کې، د هېواد په کچه د مسکن جوړولو او د مسکن وجهي صندوق په اړه خبرې وکړې. دغه راز مولوي حمدالله نعماني یادونه وکړه، چې مرستندویه هېوادونو سره یې خبرې کړي چې په کابل کې د قطري پروژې، چینایي پروژې او ننګرهار کې د مسکن جوړولو پروژې برخه کې عملي چارې پیل شي او په ځینو کې پیل شوې دي. ښاغلي مولوي حمدالله نعماني د تاریخي ابداتو د ترمیم برخه کې د اغا خان خیریه بنسټ سره خبرې کړي او عملاً کار جریان لري. محترم نعماني زیاته کړه، د بېرته راستنېدونکو لپاره د مهاجرینو په نوم ښارګوټي په بېلا بېلو ولایتونو کې لري چې د قانوني پړاونو ترسره کولو وروسته به نمرې ورته وېشي. دغه راز په یاد خبري کنفرانس کې یادونه وشوه چې د کابل جدید ښار کې عملي چارې او د پېروزي ښارګوټي چې د کابل جدید برخه کې عملي چارې روانې دي او خلکو ته نمرې وېشل شوې دي. نوموړي وویل، د بېلا بېلو ښارګوټو ټولنیزې، اقتصادي او تخنیکي څېړنې او مطالعات شوي او د شته ستونزو د حل لپاره اقدامات شوې دي. ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د کابل جدید ښار بیخ بناء چارې تر یو بریده حل شوې او لا هڅې روانې دي چې ټول کارونه یې بشپړ او چمتو شي. ده وویل، د کابل جدید ښار پر وړاندې شته ستونزې چې په تېر حکومت کې وې، له منځه وړل شوي او اوس فضاء برابره ده چې پانګوال خپلو کارونو ته دوام ورکړي. یاد رسنیز کنفرانس کې یادونه وشوه، چې په لسګونو دولتي ادارو کې د اوبو رسولو سیستم، برېښنا سیستم، طرحه او ډیزاین او نورې لازمې چارې ترسره شوې دي. د ښار جوړولو او ځمکو وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، د ښاري پلانونو برخه کې د کابل، کاپیسا، کونړ، هرات، بدخشان، فاریاب، مزار شریف او نورو ښارونو لپاره د ماسټر پلان بیا کتنه شوې، مطقوي پلانونه جوړ شوي، د بیا رغونې پلانونه جوړ شوي او د محلي موادو څخه د استفادې لارې چارې په ګوته شوې دي. ښاغلي نعماني د ځمکو د عصب په مخنیوي ټینګار وکړ، چې اوس ټولې ځمکې د غصب کولو له ګواښ خوندي دي او هغه چې پخوا غصب شوي د بېرته راګرځولو لپاره یې په قانون کار شوی چې د امارت د مشرتابه تر کتنې او تائید وروسته به عملي شي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د روان لمریز کال لپاره د دغه وزارت په پنځه کلن ستراتېژیک پلان او تګلارې کار وکړي. په ټوله کې ولس ته غوره خدمات وړاندې کول، خلکو ته د کار کولو زمینه برابرول، له فساد سره جدي مبارزه کول، اقتصادي پروژې چې د خلکو پر ژوند مثبته اغېزه وکړي پلې کول، د دولتي عوایدو لوړول، له دولتي ملکیتونو او ځمکو څخه سالمه ګټه پورته کول، بې سرپناه خلکو ته د مناسبې سرپناه برابرول، او داسې نور د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له عمده موخو څخه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د بندر د جومات د اعمار له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

د غزني ښار د خواجه علي صاحب د سړک د پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په مرکز کې د خواجه علی صاحب د سړک د پروژې له چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت