د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون د پمپ سټېشنونو د رامنځته کېدو په اړه ناسته وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۴:۵۵
picture

۱۴۴۴/۰۷/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني

په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو (تائیدولو) کمېسیون ناسته وکړه او پر بېلا بېلو تخنیکي موضوعاتو یې بحث وکړ.

په یاده ناسته کې د خوست ولایت د د صحرا باغ ښارګوټي پلان، د ښاري نقشو د ویزه کولو صلاحیت ورسپارلو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ولایتي ریاستونو غوښتنه او د پمپ سټېشنونو د رامنځته کولو او تعدیلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

د ښاري چارو محترم مرستیال د خوست ولایت د صحرا باغ ښارګوټي د پلان برابرولو په اړه وویل، لومړی دې د یاد ښارګوټي د ځمکې شخړه او شته ستونزې له اړوندو ادارو سره په ګډه حل شي او له هغې وروسته دې د کور او ښار جوړولو وزارت د نوموړي ښارګوټي لپاره پلان ترتیب کړي.

دغه راز ښاغلي شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، د ښاري نقضو د ویزه کولو کمېسیون د لومړۍ ناستې د د پرېکړې له مخې، ولایتي ریاستونو ته د ښاري نقشو د ویزه کولو صلاحیت ورکولو چاره دې د دویمو واحدونو د وړتیاوو له ارزونې وروسته ترسره شي، چې په وینا یې دغه ارزونه به د ځانګړي طرزالعمل له مخې ترسره شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د پمپ سټېشنونو د رامنځته کېدو او تعدیل چارې دې هم د شته طرزالعمل سره سم پر مخ ولاړې شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت