د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په اړه ناسته وشوه
۱۴۴۵/۱۱/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د پړاونو بشپړولو او بیاکتنې کمېټې خپله دري دېرشمه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د ښاري پلانونو د ویزه کولو او د ښار جوړلو او مسکن په قانون کې د ساختماني نقشو، د مهندسۍ او انجنیرۍ پر اداره بحث وشو.
دغه راز په ناسته کې، د ساختماني تخلفاتو مخنیوي مقررې او د کورونو جوړولو پر طرزالعمل هم خبرې وشوې او ګتور تصمیمونه ونیول شول.