د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۰
پکتیکا

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د پکتیکا لایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په درې نوو جوړېدونکو مسجدونو (د دویمې حوزې جومات، د مامورینو جومات، او د ښاروالۍ جومات) له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد ویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د مامورینو او ښاروالۍ جوماتونو د تهدابونو کانکریټ‌ اچونه او سنګ ‌کاري بشپړه شوې دي او د رینګ بیم سیخ‌ بندي روانه ده، همداراز د دویمې حوزې جومات د تهداب خط‌ اچونه او کندن‌ کاري پای ته رسېدلې او پاتې چارې د انجنیرانو تر هدایت لاندې دوام لري.

د نوموړي په خبره، د چارو پر مهال ځینې ستونزې ولیدل شوې چې د ریاست د استازو لخوا اصلاح او اړوندو انجنیرانو ته لازمې لارښوونې په لیکلي او شفاهي ډول وسپارل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت