د پکتیکا ولایت په جاني خیل ولسوالۍ کې د یوه جومات د رغولو چارې روانې دي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیکا ولایت په جاني خیل ولسوالۍ کې یوه جومات ودانۍ رغوي.
یاد جومات په ۱۲۳۲ متر مربع ځمکه په دوه پوړو د ۴۹ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له خوا رغیږي.