د پنځم مکروریانو د ستونزو پر دایمي حل خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۱۱
picture

۱۴۴۵/۰۷/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د پنځم مکروریانو د ستونزو د حل کمېټې ناسته وکړه.

دغه ناسته د ا.ا.ا د محترمې کابینې د پرېکړې د تطبیق په موخه وشوه، چې په کې د اطلاعات او فرهنګ محترم وزارت، کرنې او مالدارۍ محترم وزارت، چاپېریال ساتنې محترمې ملي ادارې، کابل محترمې ښاروالۍ، اوبو رسولو محترم ملي شرکت او د کور او ښار جوړولو وزارت محترمو تخنیکي او حقوقي مشاورینو ګډون کړی وو.

په ناسته کې د پنځم مکروریانو د ستونزو پر دایمي حل هر اړخیزې خبرې وشوې او په پایله کې د کمېټې ګډونوالو لازم وګڼله چې د یادې پروژې د ستونزو دایمي حل او خلکو ته د قناعت ورکولو په موخه دې موضوع عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د پنځم مکروریانو په تړاو ګمارل شوې کمېټه به د دغې ناستې راپور د ا.ا.ا محترمې کابینې ته وړاندې کوي چې په اړه یې د راتلونکو اقداماتو په موخه هغه څه چې لازم دي، ترسره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۴۹
Background image

غزني ښار کې د پنځو بېلا بېلو سړکونو د توپوګرافي سروې چارې پای ته ورسیدې

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، له پلازمېنې کابل څخه راغلي محترم تخنیکي ټیم، د غزني محترمې ښاروالۍ او د دغه ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې

۱۴۴۵/۱۲/۲۵

د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان. . .

BACK TO NEWS