د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۵
هلمند

۱۴۴۶/۱۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت د کډوالو لپاره یو نوی ښارګوټی چې ۴۲۶۰ نمرې لري، په رسمي ډول پرانیست.

په دې غونډه کې د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د ګاونډیو هېوادونو لخوا د مهاجرو اجباري را اېستل د ټولو اصولو خلاف دي.

ښاغلي حنفي وویل، د کډوالو ټول خدمات په ښه توګه ترسره کېږي او په خبره یې هغه مهاجرین چې مستحق وپېژندل شي، یوه نمره ځمکه ورکول کېږي.

 د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، دغه ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو معياري اصولو او پلانونو سره سم جوړ شو.

محترم سرپرست وزیر شيخ حمدالله نعماني په دې مراسمو کې وویل، کډوال هغه کسان دي چې د خپل دین، عزت، او ناموس د ساتنې په خاطر یې له خپل هېواد هجرت وکړ.

ښاغلي نعماني له ولسونو وغوښتل چې د خپلو مهاجرو وروڼو لپاره غېږه خلاصه کړي او هغوی وهڅوي چې خپل هېواد ته راستانه شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ شو

۱۴۴۶/۱۲/۷

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت په سمنګان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د یو استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان چمتو کړ.

د اسکان دایمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

په فاریاب کې د اور وژنې امریت د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اقینې بند د اور وژنې امریت د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په میمنې ښار کې د سوپر مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۷

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا یې د میمنې ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې د سوپرمارکیت د پروژې له. . .

BACK TO NEWS