د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ شو

۱۴۴۶/۱۲/۷
د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت په سمنګان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د یو استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان چمتو کړ.
د اسکان دایمي کمېټې منشي انجنیر فهیم زکریا وایي، په ټول هېواد کې د ښارګوټو د چارو د ښه کیفیا، اغېزمنتیا او چارو پرمختګ په موخه یې رامنځته کړې عملیاتي کمېټې د سمنګان ولایت په (دلخکي) کلي کې د مهاجرینو لپاره د استوګنې ښارګوټي تفصیلي پلان چمتو کړ.
د سروې او جي ای ایس رئیس او د مهاجرینو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د عملیاتي چارو کمېټې مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، یاد ښارګوټی په ۲۱۱۳ جریبه امارتي ځمکه کې ډیزاین شوی، چې په کې ۱۴۶۳ استوګنیزې نمرې د ښاري اصولو له مخې ترتیب شوي دي.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، دا پروژه د ۱۴،۶۳۰ کسانو لپاره د استوګنې وړ ظرفیت لري.
د معلوماتو له مخې، دغه تفصیلي پلان د معیاري سړکونو، زیربنایي خدماتو، عامه تأسیساتو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو لپاره ځانګړي ځایونه لري، څو اوسېدونکي د ژوند له اسانتیاوو برخمن شي.