د هرات ښار د پارک جامع مسجد بیا رغونه کیږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۲:۹
picture

1444/04/22

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له خوا د پارک شهر جامع مسجد چې د دې ولایت د حج او اوقافو ریاست اړوند دی، د بیا رغونې په موخه یې اندازه ګیري وشوه.

د یاد مسجد شریف د ترمیم په موخه د هرات د حج او اوقافو ریاست کارکونکو او د یاد جامع مسجد خطیب د یوه تخنیکي استازي په شتون کې د مسجد داخل او  بهر ارزونه وکړه.

په دې ارزونه کې معلومه شوه، چې د مسجد ځینې برخې پلسترکارۍ، رنګمالۍ او هنګاف ته اړتیا لري چې له بررسۍ وروسته به یې چارې پیل شي.

یاد مسجد په هرات کې یو له پخوانیو مساجدو دی چې په جوړونه کې یې د پخوانيو اسلامي هنرونو څخه کار اخستل شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د یوې ودانیزې پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د احاطې دیوال، سنګ‌ کارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۵۲
Background image

په کابل ښار کې د خوشحال‌ خان د سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه وکړه

1447/05/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال‌خان له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت