د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۶
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د پروژو څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي انجنیر اکبري وویل، څارنه د پوهنتون د صحن د جدول جوړونې او د کادري روغتون لپاره د پخلنځي د جوړولو پروژې پر بهیر ترسره شوه،چې د څارنې پر مهال د د قاردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونې و شوې، څو چارې د انجینري اصولو او تخنیکي نقشې سره سم پرمخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو د شفافیت او کیفیت د تضمین لپاره د څارنې منظم بهیر لري.