د هرات ولایت د مرافعه محکمې د قاضیانو لپاره د سرپناه جوړولو برخه کې لومړنۍ خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۵:۵۵
pic

۱۴۴۴/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د سترې محکمې له استازو او د کور او ښار جوړولو وزارت له یو شمېر رئیسانو سره په ناسته کې د هرات ولایت د مرافعه محکمې د قاضیانو لپاره د سرپناه جوړولو برخه کې پر مقدماتي موضوعاتو خبرې وکړې.

د سترې محکمې د وړاندیز او د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پر اساس، د هرات ولایت د مرافعه محکمې قاضیانو ته سرپناه جوړېږي، چې د ا.ا.ا د مشرتابه په حکم کې د مالیې محترم وزارت، د کور او ښار جوړولو محترم وزارت او محترمې سترې محکمې ته لارښوونه شوې، چې په اړه یې اقدام وشي.

د یادې ناستې ګدونوالو د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پر عملي کېدا ټینګار وکړ او خبرې یې وکړې، چې څنګه، چېرته او په څه ډول کورونه جوړشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د یادو قاضیانو لپاره د کورونو جوړولو برخه کې دې لومړی د ځمکې په اړه د د سترې محکمې، کرنې او مالدارۍ وزارت، اطلاعات او فرهنګ وزارت، کانونو او پترولیم وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاروالۍ، مستوفیت، او کدستر معلومات چې له وړاندې یې ساحه لیدلې، په دقیقه توګه مطالعه او بیا دې یوه جامعه طرحه وړاندې شي.

نوموړي د سترې محکمې له استازو غوښتنه وکړه، چې د هیئت راپور کوم چې له ساحې یې لیدنه کړې او د ځمکې کروکي دې د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت