د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۹:۳۸
نیمروز

۱۴۴۶/۱/۲۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په زرنج ښار کې د څو ودانیو له ودانیزو چارو څارنه وکړه..

د ښاغلي یاسیني په خبره، د زرنج ښار له هغو ودانیو له مالکینو وغوښتل شول چې د خپلو ملکیتونو د ودانیزو چارو لپاره یې جوازونه نه ول تر لاسه کړي د کور او ښار جوړولو ریاست ته ولاړ شي تر څو د نقشې تائیدي تر لاسه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې له ودانیزو پروژو څارنه کوي، تر څو ودانیزې چارې د پلان مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت