د نیله باغ پروژې له عملي چارو لیدنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۰:۳۹
نیله باغ

6/6/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د کابل دارالامان سیمه کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې له چارو لیدنه وکړه.

ښاغلي محمد اسماعیل فائز د نیله باغ پروژې پرمختللې چارې د قناعت وړ وبللې او تمه یې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي.

د نیله باغ استوګنیزې پروژې محترم مسؤل انجنیر عبدالله صدیقي، د اسلامي امارت په راتګ سره د دغې پروژې مالي او تخنیکي ستونزې حل شوې او اوسمهال یې ودانیزې چارې ګړندۍ روانې دي.

ښاغلي مرستیال فائز زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د دغې پروژې په بشپړوالي کې بې درېغه هڅې کوي او خپلو ژمنو ته متعهد دی.

نوموړی وویل، دغه پروژه کلنیک، مسجد او ښوونځي ته هم اړتیا لري چې په وینا یې لازمه ده په چارو یې پیل وشي.

په پام کې ده، چې په یاده پروژه کې به ډېر ژر د کلنیک، ښوونځي او مسجد شریف چارې هم پیل شي او په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت