د نوي کابل ښار تړونونو ته بیا کتنه کېږي
8/11/1443
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ د یاد وزارت تخنیکي کمېټې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د وزارت او پراختیا ورکوونکو او پانګوالو ترمنځ د قرارداد شوو پروژو په ستونزو او ننګونو، د ځمکو تصفیې، ساختماني نقشو، تفصیلي پلانونو، کړن لارو او په ټوله کې د نوي کابل ښار د چارو پرمختګ په اړه خبرې وشوې.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د ناستې په پای کې وویل، چې د وزارت رهبري د اصولو او قوانینو مطابق له هغه پانګوالو ملاتړ کوي چې د دغه وزارت په اډانه کې پانګونه کوي، خلکو ته د کار کولو زمینه برابروي او په نړیوالو معیارونو برابر ښار جوړوي.
ښاغلي فاروقي تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارله، چې د پراختیایي قراردادونو، کړن لارو او تخنیکي اسنادو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د عملي کار پیلولو په موخه دې يه سیمه کې د هر لوري لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.