د نوي کابل ښار په ماسټر پلان کې د شاملو ځمکو حقوقي ستونزې و ارزول شوې
1444/12/24
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د مسکن،ساختماني چارو او د زنونو د پراختیامحترم سرپرست مولوي روح الله احمدي او یو شمېر مسؤلینو او رئیسانو سره په نوي کابل ښار کې د هغو ځمکو د حقوقي ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې چې په ماسټر پلان کې شاملې دي.
د دې پروژې د حقوقي ستونزو د حل په لارو چارو، اقتصادي او دغه راز اجراوي برخو خبرې وشوې.
په دغه ناسته کې نظرونه تبادله شول چې څنګه کېدای شي په نوي کابل ښار کې عملي چارې پیل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وویل، د دې پروژې د ستونزو د حل او د عملي چارو د پیل لپاره اړتیا ده چې پخواني اسناد وکتل شي او د دې پروژې حقوقي، اقتصادي او اجرایوي برخې دې په دقیق ډول مطالعه شي او په راتلونکو ناستو کې دې پرې بحث وشي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.