د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
![ننګرهار](/sites/default/files/2021-06/whatsapp_image_2021-05-27_at_8.34.54_pm.jpeg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ننګرهار ولایت په درونټې سیمه کې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي تدریسي ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
دا درې پوړیزه ودانۍ پر ۱۸۵۰ متر مربع ځمکې د ۸۷ مېلیونه او ۸۰۰ افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوه.