د ننګرهار ولایت لپاره نوي ښار جوړول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۶:۷
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمود کرزي د ننګرهار له والي محترم شاه محمود میاخېل سره د ننګرهار ولایت د نوي ښار د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې د ننګرهار والي د پرمختیايي او ټولګټو پروژو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ په دې ولایت کې د ټولګټو پروژو د پلي کېدو لپاره د ځمکو د لېږد لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ.

ورته مهال د ننګرهار والي له ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه د ننګرهار اوسېدونکیو ته د ولسوالیو په کچه د ښارګوټو جوړولو په برخه کې د مناسبې ځمکې د مخصېدو او لېږد غوښتنه وکړه.

وروسته د ښار جوړولو چارو مرستیال محترم روښان ولسمل په دې ولایت کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او ساساکي شرکت د وروستیو هڅو په پایله کې د جلال‌اباد ښار پراختیايي پلان ترتیب او د جلالتمآب جمهور رئیس له لوري منظور شوی دی چې په پلي کېدو سره به یې د ښاري پراختیا اړوند ټول موارد او له دولتي ځمکو څخه د موثرې استفادې منظم پلان ترتیب شي چې دغه پلان به د خلکو پر ټولنیز او اقتصادي ژوند مثبت اغېز پرېباسي.

ورپسې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ننګرهار له هغو ولایتونو یاد کړ چې د یاد وزارت لپاره لومړیتوب لري او زیاته یې کړه چې د ننګرهار ولایت نوي ښار جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لومړیتوب دی او دا وزارت ژمن دی څو د مهندسۍ او انجنیرۍ لوړو معیارونو ته په کتو د یاد ولایت خلکو ته د غوره استوګنې لپاره زمینه برابره کړي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار له والي او ولایتي مسوولانو وغوښتل، څو د ننګرهار د نوي ښار جوړولو لپاره د ځمکو د تثبیت په برخه کې له دې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

همداراز د ننګرهار له والي څخه په یاد ولایت کې د ولسوالیو په کچه د ښارګوټو د جوړولو په موخه وغوښتل شول چې په دې برخه کې خپل مشخص وړاندیزونه وزارت ته راواستوي، څو دا وړاندیزونه له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک او بیا د ښارګوټو جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

په همدې ترتیب محترم محمود کرزي د ننګرهار له والي وغوښتل چې د ښارجوړولو او ځمکو په برخه کې د شته ستونزو د هوارۍ تر څنګ د ساختماني پروژو د لا ښه تطبیق په برخه کې خپل مشخص وړاندیزونه له وزارت سره شریک کړي، څو په دې برخه کې لازم اقدامات وشي.

په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار ښارجوړولو او ځمکو رئیس ته لارښوونه ورکړه چې تر دې وروسته د نوې کړنلارې اړوند، د پروژو د ژر پېلېدو په موخه د پروژو د داوطلبۍ پروسه د والي تر نظر لاندې په ولایت مقام کې تر سره او په یاد ولایت کې د پروژو د پلي چارې چټکې کړي.

همداراز د ننګرهار ښارجوړولو او ځمکو رئیس ته لارښوونه وشوه جې د یاد ولایت د خلکو ستونزو په هوارۍ کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۲۰
Background image

په جوزجان ولایت کې له ښاري پلان سره مخالفې ودانۍ ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په لارښوونه، د جوزجان ولایت د د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ټیم د اړوندو امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني وايي چې د فراه ولایت تخنیکي ټیم د ښار په شپږمه ناحیه کې له پلان پرته جوړو شویو ښاري سرغړونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۴۴
Background image

په فاریاب کې د پنځه ‌پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذو‌الفقاروایي،  د تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنې ښار د پنځمې ناحیې د مدیریت اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS