د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
نیمروز

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ژوند د ښه والي، منظم مېشتېدو او ورته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.

د دغه پلان په اصلاح سره په یاد ښارګوټي کې (۲۵۹۱) استوګنیزې نمرې رامنځته شوې.

دغه پلان د عصري ښاري معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، چې په کې د استوګنې منظم بلاکونه، د څښاک پاکو اوبو سیستم، برېښنا، سړکونه، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، شنې ساحې او عامه خدمتونه شامل او ډیزاین شوي دي.

همدارنګه، د چاپېریال ساتنې اصول په پام کې نیول شوي، څو د دوامدار پرمختګ لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.

د دې پلان عملي کېدل به نه یوازې د مهاجرینو د سرپناه ستونزه هواره کړي، بلکې ورسره به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه هم وغوړېږي او د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته شي.

تمه ده چې د پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول پروژې د ټول هېواد په کچه د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ملاتړ په پار دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت